د ننګرهار کانال کې په ۵۰ جريبه ځمکه د مالټو نوی بڼ جوړېږي

د ننګرهار کانال کې په ۵۰ جريبه ځمکه د مالټو نوی بڼ جوړېږي بیارغونه او پراختیا
د ننګرهار کانال کې په ۵۰ جريبه ځمکه د مالټو نوی بڼ جوړېږي

د ننګرهار کانال ریاست: د ننګرهار کانال کې په ۵۰ جريبه ځمکه د مالټو نوی بڼ جوړېږي

 د ننګرهار ولایت د کانال ریاست مسؤلین وایې، چې په دې کانال کې په ۵۰ جریبه ځمکه د مالټو د غوره ډولونو نوی بڼ جوړېږي.

د دې کانال رئیس غلام الرحمن کظیم په دې اړه وايي، چې د کانال ریاست د درېیم فاز اړوند په ۵۰ جریبه ځمکه یې د هلال ګروپ کرنیز شرکت په مالي لګښت د مالټو د غوره ډولونو نوی بڼ چمتو کړی، چې په سلواغې میاشت کې به په کې د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د ننګرهار ولایت کانال په ۱۸ زره جریبه ځمکه د مالټو بېلابېل ډولونو بڼونه جوړ شوي او یو شمېر نور یې د جوړېدو په حال کې دي، چې تر راتلونکو درېیو کلونو کې به دا ولایت د ستروسو په برخه کې په ځان بسیا شي.

تړلي موضوعات