ازبکستان کې د افغانستان تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شو

ازبکستان کې د افغانستان تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شو سوداګرۍ او اقتصاد
صنعت او سوداګرۍ وزیر او ازبکستان چارواکي د تاشکند کې د افغاني محصولاتو د نندارتون د پرانېستي پرمهال

د افغاني تولیداتو دغه درې ورځنی نندارتون تېره ورځ د افغانستان او ازبکستان لوړ پوړو چارواکو له لوري پرانېستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې دغه نندارتون کې کرنیز محصولات، صنعتي تولیدات، قالینې، لاسي صنایع، غیرالکولي نوشابې، د اوسپنې ویلي کولو صنایع، تعمیراتي رنګونه، کاني توکي، چاپي صنایع، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او ځیني کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې یاد نندراتون کې ۷۵ شرکتونو په ۱۴۰ غرفو کې افغاني تولیدات او محصولات نندارې ته ايښي دي.

ها خوا اقتصادي شنونکي د دا ډول نندارتونونو جوړل د هېواد په اقتصادي وده کې مهم بولي او له حکومت څخه غواړي، چې د نندارتونو د جوړولو لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

تړلي موضوعات