د افغانستان او ازبکستان مشترکې ګټې په دوه اړخیزو او سیمه ییزو اړيکو پورې تړلې دي

د افغانستان او ازبکستان  مشترکې ګټې په دوه اړخیزو او سیمه ییزو اړيکو پورې تړلې دي سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان د صنعت او ګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د افغانستان او ازبکستان سوداګریز تواصل کنفرانس ته د خبرو پرمهال

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان او ازبکستان د سوداګریز تواصل کنفرانس کې ویلي، د ازبکستان له لارې ټرانزیټ او سوداګري، د شپږ اړخیزه ټرانزیټي او ټرانسپورټي دهلېز رامنځته کولو او د شمال – سویل دهلېز پیاوړتیا لپاره په سیمه کې اهمیت لري.

نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې په دوه اړخیزو او سیمه ییزو اړیکو پورې تړلې بللې دي.

نوموړي د ازبکستان پانګوالو او سوداګرو ته په افغانستان کې د اقتصادي تواصل سربېره امام ابو حنیفه رح نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د افغانستان او ازبکستان د سوداګریز تواصل کنفرانس تېره ورځ د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې ترسره شو.

تړلي موضوعات