د سوداګرۍ د لا پراختیا په موخه د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته راځي

د سوداګرۍ د لا پراختیا په موخه د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته راځي سوداګرۍ او اقتصاد
د ازبکستان لومړی وزیر د هېواد صنعت او سوداګرۍ وزیر سره د کتنې پر مهال

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر وکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف په مشرۍ یو پلاوی د دوه اړخېزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه کابل ته سفر وکړي.

دغه وزارت ویلي، ښاغلي عارف اوف دغه خبر د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره تاشکند کې د کتنې پر مهال ورکړی دی.

دې کتنه کې ښاغلي عزیزي د ازبکستان لوړپوړو چارواکو سره په دوه اړخیزو سیمه ییزو پروژو او پروګرامونو هم خبرې اترې کړې دي.

بلخوا د ازبکستان لومړي وزیر د سرخان سیند – پلخمري تر کابل پورې او همداراز د حیرتان – هرات – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ مسیرونو کې د مستقیمي پانګونې لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

تړلي موضوعات