یونیسف افغانستان کې د ۱۹۰ښوونځیو ودانۍ بیا رغوي

یونیسف افغانستان کې د ۱۹۰ښوونځیو ودانۍ بیا رغوي بیارغونه او پراختیا
په افغانستان کې د تېر شل کلن اشغال پر مهال ویجاړ شوي ښوونځي بیار غول کېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق یا یونیسف خبر ورکړی، چې دغه بنسټ هوډ لري روان کال په افغانستان کې د ۱۹۰ لومړنیو ښوونځیو ودانۍ بیا ورغوي.

د یاد بنسټ د خبر له مخې د دغو ښوونځیو بیارغولو  سره به ماشومانو ته د زده کړو ښه زمېنه برابره شي.

د دغه نړېوال بنسټ په خبره، په افغانستان کې د ۱۹۰ښوونځیو ودانیو بیارغولو سره به ۲۰۰ زره زده کوونکو لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.

تړلي موضوعات