د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه جوړېږي

   د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه جوړېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د ازبکستان لومړي وزیر مرستیال سره د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوي ګډه ناسته

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یف او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دې ناسته کې د دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزېټي اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر انډول خبرې شوې.

سرچينې ویلي، دې ناسته کې د قرنطین اړوند هوکړه لیکونو د وروستي کولو، د افغانستان رېل پټلۍ سکټور سره د ازبکستان همکارۍ او د سورخان – پلخمري د برېښنا لېږد په برخه کې د همکاریو په اړه هم بحثونه شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د لا زیاتو پرمختګونو او اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره دواړو لوریو د سوداګرۍ د ګډې خونې پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.

د یادونې ده، چې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د افغانستان یو پلاوی تېره ورځ ازبکستان ته ولاړ.

تړلي موضوعات