سوداګرۍ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ

سوداګرۍ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ سوداګرۍ او اقتصاد
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ازبکستان ته تر سفر وړاندې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال

د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن سهار د یو پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ.

د معلوماتو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزیر به د تواصل کنفرانس کې د ګډون سربېره تاشکند کې د افغانستان کورنیو تولیداتو نندارتون د پرانېستو مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په دې سفر کې د خصوصي سکتور یو شمېر استازي هم ملتیا کوي.

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی و، چې تاشکند کې د افغاني تولیداتو څلور ورځنی نندارتون به د جولای میاشتې په دویمه نېټه پیل شي، چې ۲۵۰ صنعت کاران او سوداګر به په کې کورني محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

افغاني غالۍ، بېلابېل لاسي صنایع، قیمتي او نېمه قیمتي ډبرې، وچه مېوه او نور کورني تولیدات په تاشکند نندارتون کې د افغان محصولاتو او تولیداتو بېلګې دي.

تړلي موضوعات