د افغان ټرانس پروژې ژر پیل او بشپړېدو په اړه خبرې شوې

د افغان ټرانس پروژې ژر پیل او بشپړېدو په اړه خبرې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
قطر کې څلور اړخیزه غونډه

دوحه کې د افغانستان، قطر، ازبکستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ څلور اړخیزه غونډه شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند او د دوحې درېیمې ناستې کې د افغان حکومت پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، دې غونډه کې د افغان ټرانس پروژې د ژر پیل او پشپړېدو په اړه خبرې وشوې.

د افغان ټرانس له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ غځولو پروژه ده.

دغه غونډه قطر کې د دوحې درېیمې ناستې تر پای ته رسېدو وروسته شوې.

اقتصادي شنونکي د افغان ټرانس پروژه د افغانستان لپاره مهمه بولي چې له دې لارې به منځنۍ او سویلي اسیا د افغانستان له لارې وصل شي.

تړلي موضوعات