ملا برادر اخوند د ازبکستان راغلي لوړ رتبه پلاوي سره کتلي دي

ملا برادر اخوند د ازبکستان راغلي لوړ رتبه پلاوي سره کتلي دي سوداګرۍ او اقتصاد
په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبکستاني پلاوي سره د افغان چارواکو کتنه

د افغانستان ـ ازبکستان سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه نن د ازبکستان هېواد ۴۵ کسیز لوړ رتبه پلاوی پلازمېنې کابل ته راغی.

د دې پلاوي مشري د ازبکستان لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجه ییوف کوي، چې د یاد هېواد د کرنې، انرژۍ، اوبو مدیریت، کانونو او ټرانسپورټ وزیران هم دې پلاوي کې ګډون لري.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبکستان هېواد پلاوي سره په چهارچنار ماڼۍ کې کتلي، چې دواړه لوري په په سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو سربېره د رېل پټلۍ، ټرانسپورت، په افغانستان کې د کانونو فني استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او ازبکستان کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په اړه غږېدلي دي.

ښاغلي ملا برادر اخوند کتنه کې ویلي، چې افغانستان او ازبکستان د تاریخ په اوږدو کې دوه ښه ګاونډي هېوادونه پاتې شوي او هر وخت یې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې له یو بل سره همکاري کړې ده.
اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړ پوړو پلاوو تګ راتګ ښيي، چې زموږ دوه اړخیزې اړیکې د لا پراختیا په حال کې دي او په دې سره به وتوانېږو چې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.

د یادونې وړ ده، چې افغان حکومت هڅې پیل کړې دي، چې خپلې سوداګریزې، اقتصادي او ترانزیټي اړیکې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پراخې کړي او د افغانستان اقتصاد ته چټکه وده ورکړي.

تړلي موضوعات