ازبکستان افغانستان کې د نساجې او نفتو چاڼ فابریکو جوړولو برخه کې پانګونه کوي

ازبکستان افغانستان کې د نساجې او نفتو چاڼ فابریکو جوړولو برخه کې پانګونه کوي سوداګرۍ او اقتصاد
ازبکستاني پانګوال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره د خبرو اترو پر مهال

د ازبکستان هېواد یو شمېر پانګوالو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره کتنه کې ویلي، افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی.

دغو ازبکستاني پانګوالو ویلي، افغانستان ته له بشپړ چمتووالي سره راغلي تر څو د پانګونې په برخه کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.

دغې کتنه کې ازبکستاني پانګوالو په افغانستان کې د ډبرو سکرو د استخراج او چاڼ، له ډبرو سکرو د برېښنا تولید، د نفتو د معیاري چاڼ‌ خونې جوړولو، د سیمنټو د تولید فابریکې جوړولو، د مالګې کانونو د استخراج او معیاري پخې مالګې تولید، د معیاري نساجي فابریکې جوړولو او همدا راز د برېښنایي حکومتولۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

بلخوا دې کتنه کې اقتصادي مرستیال یادو پانګوالو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.

تړلي موضوعات