بامیانو کې د لاسي صنایعو بازار پرانېستل شو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د لرغونې بامیان په نوم د لاسي صنایعو بازار پرانېستل شو.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رييس باميانو کې د لاسي صنايعو په برخه کې د خلکو له ملاتړ مننه کوي او وايي، هڅه یي داده، چې کسبګرو او صنعت کارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې ده، چې په دغه مرکز کې هر ډول لاسي صنايع لکه قالینې، ټغر، واسکټونه، بارک کرتۍ، د خامک جامې او نور سیمه ییز توليدات شتون لري.