تاشکند کې د افغاني توليداتو درې ورځنى نندارتون جوړېږي

تاشکند کې د افغاني توليداتو درې ورځنى نندارتون جوړېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د افغاني تولیداتو نندارتون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هڅو، د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې دغه نندارتون به د را روانې جولای میاشتې په دویمه نېټه پیل شي، چې ۲۵۰ افغان صنعت کاران او سوداګر به په کې کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغاني غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، وچه مېوه او افغانستان کې جوړ شوی دېګ بخار ددې نندارتون توکي دي. 

د یادولو ده، چې اسلامي امارت په نږدې درې کلونو کې له سوداګرو او صنعت کارانو څخه د ملاتړ په موخه تل هڅه کړې، چې له افغانستان بېرون د نندارتونونو په جوړولو سره افغان تولیداتو ته بازار موندنه وکړي.

تړلي موضوعات