د پنجشېر ګېلاس مېوه په بې ساري ډول زیاته شوې ده.

د پنجشېر ګېلاس مېوه په بې ساري ډول زیاته شوې ده. سوداګرۍ او اقتصاد
د پنجشېر ګېلاس مېوه د زیاتېدو په حال کې

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسؤلین وايي، د تېر کال په پرتله د ګېلاس مېوې حاصلات د پام وړ ډېر شوي، چې په کور د ننه او بیرون ته یې صادرات پيل شوي دي.

 

د دغه رياست د خبر له مخې، دې ولايت کې په څه د پاسه زر جريبه ځمکه کې د ګېلاسو باغونه شته، چې له هر باغ څخه تر اوسه ٦٣٠ کيلو ګرامه حاصلات راټول شوي او د راټولولو لړۍ یې لا هم دوام لري.

 

ویل کیږي، چې د پنجشېر د ګیلاسو حاصلات پر کابل سربېره د چین، پاکستان او هند په ګډون نورو بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي.

تړلي موضوعات