د افغانستان او ترکمنستان وزیرانو د ټاپي پایپ لاین څخه لیدنه کړې

د افغانستان او ترکمنستان وزیرانو د ټاپي پایپ لاین څخه لیدنه کړې بیارغونه او پراختیا
افغان او ترکمن چارواکي د ټاپي پایپ لاین څخه لیدنې مهال

د افغانستان او ترکمنستان بهرنیو چارو وزیرانو نن د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین څخه لیدنه کړې او د دې مهمې پروژې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې نن د بهرنیو چارو افغان وزیر مولوي امیرخان متقي د خپل ترکمن سیال رشید مردوف په ملتیا افغانستان خاوره کې د ټاپي پایپ لاین څخه لیدنه کړې ده.

ښاغلي تکل زیاته کړې، چې دواړو لوریو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پيل، تورغونډۍ بندر کې د رېل پټلۍ د سټېشن پراختيا، دوه اړخيز تجارت او ټرانزېټ پراختيا او افغانستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد پر زياتوالي خبرې کړې دي.

تړلي موضوعات