د هېواد د نفتو راوېستلو هڅې دوام لري
کانونو او پټرولیم وزارت وايي، امو سیند نفتي حوزه کې یې د ۲۵ څاګانو د کېندنې او د نرخ ټاکلو په تړاو ناسته وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د امو سیند نفتي حوزه کې تازه دوه نورې څاګانې کشف شوې، چې پر ۱۸ نویو څاګانو کار کېږي او پنځه پخوانۍ هغه به ترمیم شي.
سرچینه زیاتوي، چې د نرخ ټاکلو دغه غونډه چې د کانونو او پټرولیم د وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او د درېیو داوطلبو شرکتونو د رئیسانو په حضور کې جوړه شوې، په کې د ژین ژینګ شرکت د ۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ګټونکی اعلان شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال د امو سیند نفتي حوزه کې له ۲۴ فعالو څاګانو څخه هره ورځ په منځني ډول ۱۳۵۰ ټنه اومه تېل استخراجېږي.