افغانستان په شل اوریز نړېوال جام کې بنګلدیش په ماتولو نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

افغانستان په شل اوریز نړېوال جام کې بنګلدیش په ماتولو نیمه پایلوبې ته لار ومونده. سپورت
افغانستان په اول ځل نیمه پای لوبي ته لار وموندله

د افغانستان او بنګلدیش تر منځ نننۍ لوبه نهايي سختې مرحلې ته رسېدلې وه، بنګالۍ لوبډلې یواځې ۸ منډو ته اړتیا درلوده خود افغان لوبډلې چټک توپ اچوونکي نوین الحق یې نیمه پای لوبې ته تګ ناممکن کړ.
افغان لوبډلې د لوبې ټاس یا پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان بنګله‌دېش ته ۱۱۵ منډې هدف وټاکه.
سیالې بنګله‌دېشۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان د افغان لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې ۱۰۵ منډې وکړې.
راشدخان د ښې توپ ‌اچونې پر مټ د بنګله ‌دېش څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
افغانستان به د راتلونکي لوبې لپاره په نیمه پایلوبه کې خپله لومړنۍ لوبه له سویلي افریقا سره کوي.

تړلي موضوعات