تر اوسه هېواد کې د کولرا هیڅ مثبته پېښه نده ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت وایي، په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ د شتون په اړه د ځینو رسنیو له لوري خپاره کړي معلومات ناسم دي.
وروسته له هغې چې یو شمېر رسنیو افغانستان کې د کولرا ناروغۍ په اړه راپورنه نشر کړل د عامې روعتیا وزارت د دغو راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کولرا ناروغۍ کومه پېښه نه ده ثبت شوې، چې د ثبت په صورت کې به یې معلومات شریک کړي.
یاد وزارت ویلي، رسینو کې د ملګرو ملتونو له لوري د ۲۰۲۴ ز کال د جون پر ۱۹مه هغه راپور استناد شوی، چې د ختیځې مدیترانې حوزې په اړه خپور شوی او د افغانستان لپاره پکې د حادو اسهالاتو کلمه استفاده شوې، چې د کولرا له ثبت شوو ارقامو سره هېڅ تړاو نلري.
سرچینه زیاتوي، چې دغه وزارت له ساري ناروغیو سره پر ګډې مبارزې باور لري او هڅه کوي، چې له نړیوالو همکارانو سره په ګډه یې کنټرول لپاره اقدامات وکړي.