د فراه په ۱۱ والسوالیو کې د اوبو چک ډېمونه جوړېږي

د فراه په ۱۱ والسوالیو کې د اوبو چک ډېمونه جوړېږي بیارغونه او پراختیا
د فراه په ۱۱ والسوالیو کې د اوبو چک ډېمونه جوړېږي

د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت وایې: د فراه په ۱۱ والسوالیو کې د اوبو چک ډېمونه جوړېږي

 د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وایې: د فراه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د ۳۴میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو یو چک ډېم جوړېږي.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر محمد یونس اخندزاده له لوري د درې چک ډېمونو د جوړېدو عملي چارې تېره ورځ پیل شوې.

د یادونې ده، چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر محمدیونس اخندزاده له لوري د هرات په ۱۹ ولسووالیو کې هم د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۹ چک ډېمونه او په بادغیس ولایت کې د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹ چکډېمونو د جوړېدو عملي چارې پیل کړې وې. 

تړلي موضوعات