د روان کال تر اخیره د بې اسناده موټرو د ثبت پروسه تمدید شوه

د روان کال تر اخیره د بې اسناده موټرو د ثبت پروسه تمدید شوه سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان لاس بې اسناده موټر

د مالیې وزارت تازه خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابېنې د پرېکړې او عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم له مخې د افغانستان لاس بې اسناده یو کیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه د روان ۱۴۰۳ کال تر اخیره تمدید شوه.

یاد وزارت ویلي، دغه پرېکړه یې د خلکو اقتصادي حالاتو ته پام کړې، چې ژر به د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز، خوست او پکتیا ګمرکونو کې د افغانستان لاس یو کېلي موټرو د ثبت او محصول پروسه پیل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې چارې د پرمخ بېولو لپاره یې یو واحد کاري مرکز جوړ کړی، چې ټول پړاوونه به یې تر یوه چتر لاندې ترسره کېږي.

په عین حال کې د مالیې وزارت ویلي،  چې ۱۱۹۰ څخه تر ۲۰۰۰ ماډل موټرو ته ۷۰ سلنه، ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ ماډل موټرو ته ۶۰ سلنه، ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۱ ماډلو موټرو ته ۵۰ سلنه او د افغانستان لاس یو کېلي زرهي موټرونو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.

یاد وزارت د موټرو له مالکینو غوښتي، چې په ټاکلي وخت کې دې خپلو موټرو ته قانوني سندونه جوړ کړي.

تړلي موضوعات