د هېواد هر ګوټ کې به د هېوادوالو پوښتنه وکړي
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند غور ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمنو ته د مرستو رسولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی.
ملا برادر اخوند د غور ولایت له مسئولینو سره وکتل او هغوی ته یې د وروستیو سېلابونو له کبله رسېدلو زیانونو ته د رسېدنې لپاره د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي ویلي، د هېواد په هر ګوټ کې که هېوادوال په ستونزه کې وي. د اسلامي امارت مسئولین مکلف دي، چې حال یې واخلي او ستونزو ته یي پر وخت رسېدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله په بغلان، تخار، بدخشان، غور او نورو ولایتونو کې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه واړول.