د کرنې، بیارغونې او کانونو استخراج او نورو برخو کې مهم ګامونه اخېستل شوي

د کرنې، بیارغونې او کانونو استخراج او نورو برخو کې مهم ګامونه اخېستل شوي افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، د اسلامي امارت د حکیمانه اقداماتو سره د بیارغونې، کرنې، اوبو لګولو، سړکونو جوړلو او د کانونو د استخراج برخو کې مهم ګامونه اخیستل شوي او لا دوام لري.

امیرالمؤمنین په خپل پیغام کې ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره عامه شتمنۍ لکه کانونه، ځمکې، ځنګلونه او نور ملکیتونه د بیت المال په توګه خوندي شوي دي.

امیرالمؤمنین په خپل پیغام کې ویلي، د اسلامي امارت په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تأمین او محفوظ دي، هیڅوک پر چا ظلم او تیری نشي کولای، د ظلم مخه نيول کيږي او د مظلوم د حق پوښتنه کیږي.

تړلي موضوعات