یمن ته نږدې د یوې کښتې د ډوبېدو پېښه کې کم ترکمه ۴۹ کسان مړه او ۱۴۰ نور نادرکه دي

یمن ته نږدې د یوې کښتې د ډوبېدو پېښه کې کم ترکمه ۴۹ کسان مړه  او ۱۴۰ نور نادرکه دي نړۍ
د سومالیایي کډوالو کښتۍ

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا ای او ایم، اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، په مړو کې ۳۱ښځې او ۶ ماشومان شامل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مالوماتو له مخې په کښتۍ کې له ۲۶۰ کسان سپاره وو ، چې ۴۹یې مړه او نږدې ۱۴۰ نور یې نادرکه دي.

دې کښتۍ د یکشنبې په سهار د سومالیا باسوسو څخه حرکت وکړ، چې د دوشنبې په ورځ د یمن سویلي ولایت شبوه ته نږدې ډوبه شوه.

د لومړنیو مالوماتو له مخې په کښتۍ کې سپاره ۱۱۵ د سومالیا او ۱۴۵ نور د ایتوپیا هېواد اوسېدونکي وو.

تړلي موضوعات