عبدالله بن مسعود رض قومندانۍ نه ۶۱۶ تنه منسوبین فارغ شوي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د عبدالله بن مسعود رض د ګډو جګړه ایزو زده کړو قومندانۍ له بېلابېلو قطعاتو، جزوتامونو او د څلورو مسلکي ښوونځیو له مختلفو څانګو ۶۱۶ تنه منسوبین فارغ شوي.
د یادونې ده، چې تېره اونۍ هم له همدغې قومندانۍ ۴۳۱ تنه منسوبین فارغ شوي و، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خدمت په موخه ګومارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ملي دفاع وزارت اړوند روزنیزو مرکزونو کې په زرګونو منسوبین په مسلکي نظامي زده کړو او پوځي تمریناتو بوخت دي.