د کابینې غونډه؛ د کابل ښار ماسټر پلان د پلي کولو پرېکړه وشوه

د کابینې غونډه؛ د کابل ښار ماسټر پلان د پلي کولو پرېکړه وشوه افغانستان
د کابینې ۲۳مه غونډه

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملامحمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۲۳مې غونډې کې د کابل ښار د ماسټر پلان د پلي کولو پرېکړه وشوه.

د کابینې غوڼدې کې د کابل ښار د ماسټر پلان پلي کولو طرزالعمل ته په کتو ادارې مکلفې ګڼل شوې، چې دې برخه کې خپلې چارې او مسئولیتونه ترسره کړي.

دې غونډه کې همدا راز د هېواد د سرحدي ولسوالیو په اړه د پوهنې، عامې روغتیا، ټولګټو چارو، کلیو پراختیا او بیا رغونې مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو او کورنیو چارو وزارتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي.

تړلي موضوعات