مسکو کې د افغان محصلینو ستونزې به ژر حل شي
د لوړو زدکړو او پوهنې وزیرانو مسکو کې د افغان محصلینو له استازو سره کتنه کې ژمنه کړې، چې مسکو کې د افغان سفارت سره په همغږۍ به د افغان محصلینو ستونزې حل او ټولې ممکنه اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.
مسکو کې مېشت افغان محصلینو له یادو چارواکو سره د وېزو تر څنګ خپلې مالې او د رسمي استازو نه موجودیت هغه ستونزې یادې کړې، چې دوی یې حل غواړي.
د یادولو ده، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیران وړمه ورځ د روسیې کازان ښار کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو دویمه نړېواله غونډه کې د ګډون په موخه تللي دي.
دې فورم کې د زدکړو پر وړاندې پر پرتو خنډونو، ستونزو او پرمختګونو خبرې کېږي.