بدخشان کې د ترافېکې پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د بدخشان اطلاعاتو کلتور ریس حکمت الله محمدي ویلي، پېښه کې ۴ کسان شهیدان او ۷ نور ټپیان دي.
د محمدي په خبره، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د یفتل پایان ولسوالۍ په دهن سابات سیمه کې شوې ده.
د پېښې قربانیان ټول د لغمان اوسېدونکي دي، چې په لنډ کروزر ډوله موټر کې د یاد ولایت له راغستان ولسوالۍ څخه مرکز فیض اباد ته پر لار وو.