عالي دي افغاني دي، هرات کې د افغاني تولیداتو نندارتون
دا هرات کې د افغاني تولیدي توکو لپاره د پرانیستل شوي نندارتون نوم دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دا نندارتون تېره ورځ پرانېستل شوی او دوه ورځې به نور هم دوام وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ددغه نندارتون له جوړولو موخه افغاني توکو ته بازار موندنه وښوده، چې ۹۵ غرفو کې کورني تولیدات نندارۍ ته اېښودل شوي دي.