۲۱۸ عرادې بېلابېل ډوله نظامي وسایط او ۳۸۰ میله وسلې ترمیم شوې

۲۱۸ عرادې بېلابېل ډوله نظامي وسایط او ۳۸۰ میله وسلې ترمیم شوې افغانستان
ترمیم شوي پوځي وسایط

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ۲۰۷ الفاروق قول اردو حمایوي کنډک کې ۲۱۸ عرادې بېلابېل ډوله نظامي وسایط او ۳۸۰ میله بېلابېل ډوله وسلې ترمیم او بیا ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.

یاد وزارت ویلي، دغه شمېر نظامي وسایط او وسلې تېر یوه کال کې د یادې قول اردو د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له لوري ترمیم شوي.

د معلوماتو له مخې تر میم شویو پوځي وسایطو کې ۹۰ عرادې هاموي ټانګونه، ۴۸ عرادې زنجیردار روسي ټانګونه، ۴۰ عرادې انټرنېشنل موټر، ۳۵ عرادې ضربتي ټانګونه او ۵ عرادې کرین شامل دي.

تړلي موضوعات