تېرو لسو ورځو کې د څه باندې ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت خام نفت پلورل شوي

تېرو لسو ورځو کې د څه باندې ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت خام نفت پلورل شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د امو دریا نفتي حوزه

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، تېرو لسو ورځو کې د امو دریا نفتي حوزې ۱۳۰ زره ټنه خام نفت د۷۱.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت په هېواد کې د ننه د پروسس په موخه پلورل شوي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان په خپله ایکس پاڼه ویلي، دغه اندازه نفت یې په کورنیو پانګوالو پلورلي چې نن یکشنبې به هم ۲۰ زره ټنه نور خام نفت د ازادې دواطلبۍ له لارې وپلورل شي.

نوموړي ویلي، دا لومړی ځل دی، چې په دوه اونیو کې ۱۵۰ زره ټنه خام نفت د ازادې داو طلبۍ له لارې په افغان پانګوالو د پروسس په موخه پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې هم یاد وزارت ۶۰ زره ټنه خام نفت پلورلي و او دا مهال په امو نفتي حوزې کې په ورځیني ډول ۱۳۵۰ ټنه خام نفت استخراجیږي.

تړلي موضوعات