روسیې ته د افغان کاریګرو د انتقال طرحه وسپارل شوه
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د سن پټرزبورګ ۲۷ نړېوالې اقتصادي غونډې څنډه کې د روسیې د کار وزیر انتون کوتیاکوف سره د افغان کارګرو په اړه خبرې کړي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کارګرو انتقال او د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو د ظرفیت پرلوړولو خبرې کړې دي.
ښاغلي عمري خپل روسي سیال ته د افغان کارګرو د انتقال طرحه هم وړاندې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي. څو هېواد والو ته کاري زمینه برابره کړي.