د بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب لپاره د ټولو اړوند ادارو له لوري واحد مرکز جوړ شوی

د بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب لپاره د ټولو اړوند ادارو له لوري واحد مرکز جوړ شوی سوداګرۍ او اقتصاد
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دفتر

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګونې لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

اقتصادي معاونیت په خپره کړې ویډیو کې ویلي، د بهرنیو پانګوالو لپاره یې کابل نړیوال هوایي ډګر کې د ټولو بهرنیو پانګوالو او سوداګرو لپاره د ټولو اړوند ادارو واحد مرکز جوړ کړې، چې په کې پانګوالو او سوداګرو ته خدمات وړاندې کوي.

دغه مرکز بهرنیو پانګوالو او سوداګرو لپاره د تخنیکي خدمتونو او وېزو چمتو کولو، پانګونې په اړه د معلوماتو ورکولو او د پانګونې په برخه کې د پانګوالو طرحې د اقتصادي معاونیت بین الوزراتي کمېټې ته وړاندې کوي.

په عین وخت کې اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې د دې مرکز له فعالیت سره سم بهرنیو پانګوالو په اسانۍ سره وېزې ترلاسه او د پانګونې چارې یې د اړوند ادرو په مرسته ترسره شوې دي.

د یادونې ده، چې یاد مرکز تر دې دمه لسګونو بهرنیو پانګوالو او شرکتونو ته د بنسټیزو پروژو، برښنا، ټرانسپورټ، صنعت، کرنې او نور بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته لار اواره کړې ده.

تړلي موضوعات