د پوهنې وزیر روسیې ته په رسمي سفر ولاړ
د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د پوهنې وزیرانو دویم نړېوال فورم کې د ګډون په موخه په رسمي سفر روسیې ته ولاړ.
دغه څلور ورځنۍ غونډه د روسیې په کازان ښار کې ترسره کېږي.
دغې فورم کې به د پوهنې وزیر د افغانستان ښوونیز وضعیت، لاس ته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړي.
نوموړی به د دې فورم څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزیرانو سره لیدنې کتنې هم ولري.