‏د یوناما مشره روزا اتنبایو: هڅه کوي داسې اجنډا ترتیب شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي

‏د یوناما مشره روزا اتنبایو: هڅه کوي داسې اجنډا ترتیب شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي سیاست
د بهرنیو چارو وزیر د یونامو مشرې روزا تنبایو سره کتلي

د بهرنیو چارو وزرات ویاند ویلي، چې د یوناما مشرې روزا اتنبایو او مل پلاوي د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوحې۳ ناستې پر جزیاتو او لازمو همغږیو خبرې اترې کړې دي.
دې کتنه کې روزا اتنبایوا ویلي، چې ټیم يې د دوحې ۳ ناستې پر اجنډا کار کوي‏او هڅه کوي داسې اجنډا ترتیب شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.

د یوناما مشرې زیاته کړې، غواړي د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري نظریات واوري او د اجنډا له نهايي کېدو سره سم به د دوحې۳ ناستې ټولو ګډونوالو ته رسمي بلنلیکونه واستول شي.

‏د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا مهمه ده چې داسې اجنډا جوړه شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.

مولوي امیر خان متقي زیاته کړې، چې افغان حکومت د دوحې ۳ په اړه خپل دریځ له ټولو لوریو سره شریک کړی دی او په دې اړه به اړونده لوریو سره نژدې کار ته ادامه ورکړي.

تړلي موضوعات