د هېواد ۱۶ ولایتونو کې د کانکور ازموینې اخیستنې پروسه پیل شوه

د هېواد ۱۶ ولایتونو کې د کانکور ازموینې اخیستنې پروسه پیل شوه افغانستان
د ازموینې ملي ادارې رئيس د کانکور د ازموینې د پرانیستې پر مهال

د ازموینې ملي کمېټې خبر ورکړی، چې د سږ کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو په ۱۶ ولایتونو کې پیل شوی.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه لړۍ په لوګر، میدان وردګ، کاپیسا، پنجشېر، پروان، غزني، بامیان، هرات، پکتیا، سمنګان، پکتیکا، بادغیس، کنړ، غور، زابل او نورستان ولایتونو کې پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

ټاکل شوې د سږ کال د کانکور ازموینه به په پنځو پړاوونو کې واخیستل شي، چې د غبرګولي په ۱۷ نېټه پیل او د چنګاښ میاشتې تر ۲۲ مې به دوام وکړي.

تړلي موضوعات