د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانېستل شو

د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانېستل شو سوداګرۍ او اقتصاد
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق پرانیست

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دې صندوق د پرانېستي مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت د خصوصي سکټور کلک ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې عملي ګامونه پورته کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د کورني صنعت پرمختګ ته لومړیتوب ورکول د حکومت مکلفیت ګڼلی.

برادر وايي، دهټېوالو او کسبګرو ثابتو مالیاتو کې کمښت یا معافیت، د شرکتونو تضمیناتو او تامیناتو ورکړې پیل، په هغو وارداتي اقلامو د ګمرکې تعرفي لوړول چې په کور دننه تولیدیږي او د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي او په تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په برخه کې د دوی عملي ګامونه دي.

له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق ،د دوامداره اقتصادي پراختیا، بیکارۍ د له منځه وړلو، سوداګریز بيلانس کې تعادل، خصوصي سکټور فعالیت پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو، سوداګرۍ او ټرانزیټ کې استانتیاوو برابرولو په موخه جوړ شوی.

تړلي موضوعات