د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګرۍ به دوه برابره زیاته شي

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګرۍ به دوه برابره زیاته شي سوداګرۍ او اقتصاد
قزاقستان

یوې معتبرې سرچېنې د قزاقستاني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې قزاقستان هڅه کوي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه په کال کې له یو میلیارد څخه درې میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سرک ژومانګارین ویلي، کابل سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه به یوه بله ټرانزېټې لاره هم جوړه کړي.

ژومانګارین ویلي، ددې لارې په جوړېدو به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري له یو میلیارد څخه درې میلیارد ډالرو ته پورته شي.

څو ورځې وړاندې د قزاقستان ولسمشر د اسلامي امارت نوم، په خپل هېواد کې د ممنوعه سازمانونو له نوملړ وویست.

د یادولو ده، چې هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړېکو نوی فصل پرانیستل شوی او نږدې میاشت وړاندې کابل د افغان - قزاق ګډ نندارتون کوربه هم و.

تړلي موضوعات