له ۵۰۰ مېله زیاتې سپکې او درندې وسلې کارونې ته چمتو شوې
دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو دریمې پلې لېوا د تخنیک انجینرانو غزني ولایت کې له کاره لوېدلې ۵۰۳ مېله بېلا بېلې سپکې او درندې وسلې ترمیم او فعاله کړې.
د دفاع وزارت د مالوماتو له مخې په فعاله شویو وسلو کې ۴۳۹ میله (M16)، ۲۹ قبضې بریټا تومانچې، ۶ قبضې والټر تومانچې، ۲۶ میله کلاشینکوفونه، ۴ میله روسي او۲ میله امریکایي پیکاوو سربېره یې ۳ میله روسي دهشکې بیا کارونې لپاره چمتو کړي دي.
له تېرو څه باندې دوه کلونو، دفاع وزارت د جنګي او ټرانسپورټي هلیکوپټرونو ترڅنګ، ټانګونه، درندې وسلې او ګڼ پوځي وسایط چې له کاره لوېدلې او یا هم قسماً زیانمن شوي وو، بېرته رغولي دي.