نړۍ د نشه یي توکو په له منځه وړلو کې اړېنه مرسته نه ده کړې
د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر سټیفن رودیکیوس او ور سره پلاوی سره خبرو کې ویلي، نشه يي توکي د افغانستان نه، بلکې نړېوال بشري ناورین دي.
ښاغلي ملا عبدالحق اخوند د دغه نړېوال بشري ناورین پر ضد د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو له پراختیايي شورا د مرستو غوښتنه وکړه.
نوموړي ویلي، نړۍ لا هم د نشه يي توکو برخه کې له افغانستان سره اړېنه مرسته نه ده کړې.
دې کتنه کې دواړو لوریو همداراز د نشه يي توکو سره د مبارزې، د روږدو په درملنې، بزګرانو ته د بدیل کښت او دې برخه کې په هر اړخېزو لارو چارو خبرې کړي دي.
د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په ټول هېواد کې د نشه یي توکو، په کښت، قاچاق، پیر او پلور بندیز لګول شوی، چې پایلې یې په نړېواله کچه هم ستایل شوي دي.