د ناروې کمېټې له مشر سره د معلولو ماشومانو په روزنه خبرې شوي
اقتصاد وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت وزیر قاري دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریه مګنوسن واتردال سره کتلي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د معلولو ماشونو د روزنې په اړه خبرې کړې دي.
په همدې حال کې د ناروې کمېټې مشر د ځینو اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړولو برخو کې د یو شمېر پروګرامونو د پلي کولو ژمنه هم کړې ده.