کابل کې درې تنه د الوتکو ۱۲۸ پرزو سره نیول شوي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې کابل کې درې تنه د الوتکو له ۱۲۸ پرزو او ګڼو پوځي مهماتو سره نیول شوي دي، چې شاوخوا یو میلیون ډالر ارزښت لري.
دا کسان کابل کې د ملي دفاع وزارت منسوبینو له لوري د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس نیول شوي دي.
یاد وزارت وايي، چې د نیول شویو کسانو سره ۱۲۸ د الوتکو بېلابېلې پرزې، ۸ قبضې تفنګچې، ۲۵ پایه مخابرې، ۴ تخته باروت او یو شمېر نور توکي نیول شوي دي.
دفاع وزارت پر اېکس پاڼه ویلي، چې ترلاسه شوي مهمات او تجهیزات شاوخوا یو میليون ډالر ارزښت لري.
د یادې سرچینې په خبره، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو په موخه اړوندو ادارو ته وسپارل شول.