د اماراتـو د سفـر پرېـکړې او بحثـونه

د اماراتـو د سفـر پرېـکړې او بحثـونه سیاست
افغان پلاوی د اماراتو له مشر سره کتنې پر مهال

د اسلامي امارت ویاند اماراتو ته د لوړ رتبه پلاوي سفر پرېکړې او هغه موضوعات په ډاګه کړل چې دې سفر کې پرې خبرې اترې شوې دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ پلاوي د اماراتو چارواکو سره په ګڼو موضوعاتو خبرې اترې او پرېکړې کړې دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې دې کتنه کې متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو پر خلاصون خبرې وشوې، چې د هغوی خلاصون منل شوی دی او همدارنګه افغانانو ته د هغه هېواد د ویزو خلاصولو په اړه خبرې وشوې او ژمنه وشوه، چې د یو میکانیزم له مخې به په نږدې راتلونکې کې خلاصې شي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې دې سفر کې د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو د برخې سیسټم ډیجيټل کولو، د افغان امنیتي ارګانونو په صحي او ساختماني برخو کې د همکارۍ غوښتنې، د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او د متحده عربي اماراتو دولت د افغانستان په بیا رغونه کې ګډون په اړه خبرې شوې دي، چې دې برخه کې د همکارۍ ژمنې هم وشوې.

د ښاغلي مجاهد په خبره، چې دې کتنه کې افغانستان کې د متحده عربي اماراتو کمپنیو پر پانګونې هم خبرې شوې، چې د دې هېواد کمپنۍ افغانستان کې پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه خبر ورکړل شو، چې د افغانستان کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ او د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق په ملتیا افغان پلاوي د متحده عربي اماراتو له مشر سره کتلي دي.

تړلي موضوعات