ملي تدارکاتو کمېسیون څه د پاسه څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴ پروژې منظورې کړې
د ملي تدارکاتو کمېسیون وایي، بېلابېلو برخو کې یې د شاوخوا ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴ پروژې منظور او تعدیل کړې دي.
یاد کمېسیون ویلي، په منظور او تعدیل شویو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو بیارغونې چارو بشپړول، د برېښنا شرکت د اړتیا وړ توکو پېرل، د کابل ښار یو شمېر لارو اساسي رغول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
د یادولو ده، چې د دې پروژو په پلي کولو سره به سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.