د چاپیریال د ساتنې او پراختیا په موخه هر کال ۲۵ میلیونه نیالګي کېنول کېږي

د چاپیریال د ساتنې او پراختیا په موخه هر کال ۲۵ میلیونه نیالګي کېنول کېږي افغانستان
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس حافظ عزیز الرحمن

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس د چاپېریال ساتې نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته ویلي، داسې یوه طرحه یې چمتو کړې، چې پر بنسټ به یې هر کال ټول هېواد کې ۲۵ میلیونه نیالګي کېنول شي.

حافظ عزیز الرحمن ویلي، د هېواد ۱۷ ولایتونو کې یې د چاپېریالي څېړنو د فارمونو د جوړولو وړاندیز په ګډون یې د چاپېریال او اقلیم بدلون په اړه ۳۰ بېلابېل پلانونه او طرحې چمتو کړې دي.

نوموړي د ځنګلونو پرې کول، له طبیعي سرچېنو زیاته استفاده، د نفوسو زیاتوالی، د صنعت وده څو هغه لاملونه یاد کړل، چې په خبره یې چاپیریال ساتنه یې له ننګونو سره مخ کړې ده.

تړلي موضوعات