صنعتي هېوادونو چاپیریال د له منځه تلو ګواښ سره مخ کړی

صنعتي هېوادونو چاپیریال د له منځه تلو ګواښ سره مخ کړی افغانستان
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي

د افغانستان اسلامي امارت رییس االوزرا اداري مرستیال د چاپیریال ساتنې نړېوالې ورځې په مناسبت وویل، دوی له خپل لوري د چاپيریال ساتنې لپاره پوره هڅه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنیفي د ځنګلونو کرل، د لویو او کوچنیو کنالونو وېستل او چک ډېمونه هغه فعالیتونه یاد کړل، چې په خبره یې د چاپيریال ساتنې لپاره ګټور تمامیدای شي.

حنفي په عین حال کې د افغانستان چاپيریال ته ور پېښ ګواښونه پر شنو سېمو د ښارګوټو ورګډېدل، د ځنګلونو له منځه وړل او په تېرو څلورو لسېزو کې د ډول ډول وسلو کارونه وښودله.

د اسلامي امارت اداري مرستیال د نړېوال اقلیم بدلون ته په اشارې وویل، صنعتي هېوادونو تر بل هر وخت زیات چاپیریال ساتنه له ننګونو سره مخ کړې ده.

افغانستان د هغو مضره ګازونو په تولید کې په نشت حساب ونډه لري، چې د ځمکې تودوخه زیاتوي خو له نړېوال اقلیم بیا د اغیزمنو هېوادونو په نوملړ کې شپږم ځای لري.

د جون پنځمه د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، افغانستان هم هر کال دغه ورځ له نړیوالو سره یو ځای نمانځي.

تړلي موضوعات