نړۍ ته به د افغانستان واقعي انځور وړاندې کړي

نړۍ ته به د افغانستان واقعي انځور وړاندې کړي افغانستان
دریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د اندونیزیا پلاوي سره د خبرو پر مهال

د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا په مشرۍ د اندونیزیا پلاوي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخوند سره کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

محمدیوسف کالا دې کتنه کې ویلي، دوی به د اندونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان واقعې وضعیت په ډاګه کړي.

کالا بېلابېلو برخو کې له د افغانستان سره د اړیکو د پراخولو غوښتنه کړې. په خبره یې، اندونیزیایي پانګوال لېواله دي، چې د افغانستان کانونو کې پانګونه وکړي.

دې کتنه کې ملاعبدالغني برادر ویلي، دواړه هېوادونه دې د اړیکو پراختیا لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي او دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

تړلي موضوعات