د اسلامي امارت او اماراتو لوړ رتبه چارواکي پر کومو موضوعاتو غږېدلي؟
تېره شپه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ، چې د افغانستان کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق او ورسره مل پلاوي د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره کتلي دي.
ښاغلي مجاهد په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د یادو هېوادونو چارواکو پر کومو موضوعاتو خبرې کړې دي.
خو بلخوا د متحده عربي اماراتو رسمي خبري اژانس ویلي، چې دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو چارواکي د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.
یاد اژانس همدارنګه ویلي، چې کتنه کې پر ګډو ګټو، سیمه ییز ثبات، د افغانستان پرمختګ او بیارغونې په اړه هم بحثونه شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکي متحده عربي اماراتو ته د خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ د افغان پلاوي سفر ډېر مهم او اغېزمن بولي او زیاتوي، چې تمه شته د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو یو نوی اغېزمن باب پرانېستل شي.
د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی، چې خلیفه سراج الدین حقاني بهرني هېواد ته رسمي سفر کوي.