د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره نړیوال مقام تر لاسه کړی

د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره نړیوال مقام تر لاسه کړی سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان زعفران

د بلجیم د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ په خپله ویب پاڼه ویلي، د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د خوند(ذایقې) برخه کې په نړیواله کچه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

دغه انسټیټیوټ ویلي، د هرات زعفرانو تر لابراتواري ازمونیو وروسته د افغانستان په استازیتوب لومړی مقام ترلاسه کړی.

د زعفرانو دغه سیالۍ د یاد د انسټیټیوټ له لوري هر کال د نړۍ هېوادونو د زعفرانو ترمنځ کېږي، چې دا نهم ځل دی د افغانستان زعفران پکې په لومړي مقام کې راځي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو ویلي و، چې افغانستان په ۱۴۰۲ کال د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.

تړلي موضوعات