امنیتي ځواکونو تخار کې د وسلو او مهاتو یوه لویه ډیپو کشف کړې

امنیتي ځواکونو تخار کې د وسلو او مهاتو یوه لویه ډیپو کشف کړې افغانستان
تخار کې د وسلو او مهماتو کشف شوې ډیپو

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د حضرت عبیده بن جراح دوهمې پلې لوا منسوبینو د تخار ولایت ګنجلي بیک سیمه کې د وسلو او مهماتو یوه لویه ډیپو کشف او نیولې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې په اساس په دغو وسلو کې 1 میل (SPG9)، 1 میل (PKM)،1 میل (M4) له 20 مرمیو سره، 1 روسي نارنجک انداز، 3 امریکایي لاسي بمونه او بیلابیل ډوله نور مهمات شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دملي دفاع وزارت منسوبینو په تېرو څو ورځو کې، په هلمند، بغلان، پکتیا، پکتیکا او ځینو ولایتونو کې هم ګڼ شمیر بیلابیل ډوله وسلې کشف او ترلاسه کړي دي.

تړلي موضوعات