بلخ کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

بلخ کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو افغانستان
بلخ کې له انسان تښتونکو ژغورل شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی

بلخ کې د ۸۸۸قطعې ځواکونو هغه ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی، چې اته ورځې وړاندې تښتول شوی و.

کورنیو چارو وزارت ویلي، په تړاو یې پنځه تنه انسان تښتونکي نیول شوي او یوتن له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی.

عبدالله نومی دغه ماشوم اته ورځې وړاندې د مزار شریف ښار اتمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې له هغه وروسته د انسان تښتونکو له لوري وتښتول شو، چې له ښوونځي څخه د کور په لور روان و.

انسان تښتوونکو د عبدالله د خوشي کولو په بدل کې د نوموړي له پلار څخه د ۳۰۰ زره امریکايي ډالر غوښتنه کړې وه.

د یاد ماشوم د تښتونې ویډیو چې د امنیتي کمرو په وسیله ثبت شوې وه په ټولنیزو رسنیو کې زیاته لاس په لاس شوه.

د انسان تښتوونکو پر ضد د امنیتي ځواکونو چټکو اقداماتو په یو شمیر ولایتونو کې نه یواځې دا چې دهېوادوالو پانګه یې خوندي کړې، د ماشومانو ژوند یې هم ژغورلی دی.

تړلي موضوعات