د روان کال راهېسې ایران څخه ۴۰ زره کډوال راستانه شوي
هرات کې د اسلام کلا کمېسار سید حضرت اغا ویلي، د کډوالو راستنېدو لړۍ دوام لري او هره ورځ له دې لارې تر دوو زرو زیات کډوال افغانستان ته راستنېږي.
حضرت اغا په عین حال کې وویل، له دې لارې هره ورځ شاوخوا درې زره تنه په قانوني ډول بېرته ایران ته سفر کوي.
دغه شمېر ښيي، چې له ایران څخه هېواد ته راستنېدونکي ډېری کډوال په زور راتګ ته اړ شوي دي.